لیکنې او ژباړې کول د پیسو د لاسته راوړلو لپاره تر ټولو ښه لاره ده. زرګونه لیکوالان او ژباړونکي د ورځې د سفر، آشپزۍ، د ماشوم روزلو، هنر، د ژوند لارو چارو او نورو په اړه لیکنې او ژباړې کوي. دا هم ډېر سخت کار نه دی. تاسو په هر ځای او هر وخت کې دغه کار کولی شی. له خدمت او شهرت سره سره به مو یو څه پیسې هم ګټلې وي. که د ژباړې په برخه کې پوره وړتیا لری، د هېواد له مشهورو کتابتونونو او خپرندویه ټولنو سره په اړیکه کې شئ، د خپل کار نمونې مو ورته وښایاست او د ژباړې یا اېډېټ لپاره ترې کتابونه او نور معلومات واخلئ. دغه راز د ژباړې ځینې رسمي مرکزونه هم شته چې په دې برخه کې کار کوونکو ته اړتیا لري. سر ور ښکاره کړئ او په دې برخه کې د خپلې وړتیا ورته ووایاست او خپلې کاري نمونې ور ښکاره کړئ. دا کار دوې ښېګڼې لري: یو دا چې له مالي اړخه به پر ځان بسیا شی او بل دا چې په اړونده برخه کې به مو وړتیا او تجربه زیاته شي.