د سپتمبر نهمه نېټه په چين کې د ښوونکو له شپږ دېرشمې کاليزې سره برابره ده.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ښوونې ته ډېره پاملرنه کوي او د ښوونکو ډېر درناوی کوي.هغه وايي چې ډېرو ښوونکو درسونه را کړي او خپل استاذان تر اوسه راته ياد دي.دوی پوهنې او د ژوند په باب ډېر معلومات را کړی او ډېرې ګټې مې ترې اخيستې دي.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي په توګه له ټاکل کېدو راهيسې شي جين پينګ څو څو ځله ښوونځيو ته ولاړ او هلته يې له ښوونکيو سره د زړه خواله او خبرې وکړې.هغه هيشه وايي چې ښوونه د دولتي پرمختګ بنسټ دی او ښوونکي د ښوونې ريښه ده.له دې څخه ښکاري چې هغه تل ښوونې ته لومړيتوب ور کوي.
د ۲۰۱۶ کال د ښوونکيو ورځې نه مخکې رئيس شي جين پينګ د بېجينګ د با يي په نوم له ښوونځي څخه يې ليدنه وکړه چې په خپله يې په همدې ښوونځي کې زده کړه کړې. هغه له خپلو ښوونکو څخه د حال واحوال پوښتنه وکړه او ورته يې وويل، زه خوشحاله يم چې خپل ښوونکي روغ او جوړ وينم. نن ورځ چې کله دغه ښوونځي ته راغلم، نو ذهم ته مې د خپلو زده کړو يادونه راغلل.اوس زمونږ په ښوونځي کې ډېر بدلونونه راغلي دي.خو د ښوونځي دوره مې لاهم ډېره ياديږي. هر چېرې چې وم ، د خپل ښوونځي خاطرې او يادونه له ځان سره لرم.
د نوموړي له دغو خبرو څخه څرګنديږي چې هغه ښوونکو او ښوونيزو چارو ته ډېره پاملرنه کوي. له خپل ښوونځي څخه د ليدنې په ترڅ کې رئيس شي جين پينګ هيله وښودله چې ښوونکي بايد د زده کوونکو پر وړاندې د پوهنې او ابتکاري مفکورې د تر لاسه کولو او د فداکارۍ روحيې د خپرولو لپاره لارښوونکي وګرځي.
رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل چې که يو کس يو ښه ښوونکی ولري،نو دا به د ده نيکمرغي وي.که په يو ښوونځي کې ښه ښوونکي وي، نو دا د يوه ښوونځي افتخار دی. که په يوه ملت کې ښه ښوونکي وي، نو د دغه ملت هيله په ژوندۍ وي.هغه زياته کړه چې د ښوونکو کارونه د ښه سيرت او شهرت لرونکو زده کوونکو روزل دي.
رئيس شي جين پينګ نه يوازې ښوونکو ته بلکې ښوونيز عدالت ته هم ډېره پاملرنه کوي. هغه په ۲۰۱۶ کال کې له خپل پخواني ښوونځي څخه د ليدنې په ترڅ کې دې ته په اشارې سره وويل چې ښوونيز عدالت د ټولنيز عدالت مهم بنسټ دی. اړوندې ادارې بايد هڅې وکړي چې لازيات وګړي له ښوونيز پرمختګ څخه ګټې واخلي او په ټولنه کې ښوونيز عدالت رامنځته راکړي.ښوونيزې ادارې بايد د ښوونيزو سرچينو د غوره کولو او د علاقه داريو او ښارونو ترمنځ د ښوونيزې سويې د واټن د کمولو لپاره هڅې وکړي په تېره بيا په لېري پرتو او بې وزلو سيمو کې د ښوونيزو چارو د پرمختګ لپاره به پانګه زياته کړي او له بې وزلو سيمو او زده کوونکو سره به مرستندويه سيستم تامين کړي تر څو هر ماشوم پر خپل راتلونکي باندې باور ولري.
د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر په لسمه نېټه د چين د ښوونې غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې د سوسياليستي او عصري هېواد ابادي باکيفيته ښوونکو ته اړتيا لري. هر ښوونکی بايد له خپلو کارونو سره مينه ولري. که يو هېواد او ملت سمسور شي او ښوونيزې چارې يې پرمختګ ومومي، بايد داسې ښوونکي ولري چې اخلاقي سلوک يې ښه وي او غني پوهه ولري. ننني زده کوونکي د چيني ملت د بيا سمسورتيا او د چين خوب د رښتيا کولو لپاره عمده ځواک دی او ښوونکي د چيني خوب جوړونکي دي.