د ګرافیک ډیزان زده کول مو په هر ځای کې په درد خوري. په یوازې ځان یې هم زده کول څه سخت نه دي او بل دا چې په بازار کې نن سبا د هر ډول پروګرام د زده کړې لپاره ویډیویي درسونه شته، چې کار یې بېخي اسانه کړی دی. هر څه یوازې ستاسو په مینې پورې اړه لري، که غواړی همدا اوس یې پیل کړئ. ان که اوس له دې کاره پیسې تر لاسه نه شی کړای، خو ډاډه اوسئ چې په ورځنیو چارو کې در سره ډېره مرسته کولی شي. که ټولنیزو شبکو ته مو پام وي، ډېری برخه یې انځورونو او ویډیوګانو نیولې ده. د شرکتونو د مارکېټېنګ برخه هڅه کوي، چې خپل توکي او محصولات په ښکلي ډیزاین بازار ته وړاندې کړي، تر څو پېرودونکي جذب کړي. پوهېږی! همدا د ډیزاينر کمال دی چې پېرودونکي په خپل جال کې را ګیر کړي او د یوه داسې شي اخیستو ته یې وهڅوي چې هېڅ ورته اړتیا نه لري.