سامسُنګ کمپنۍ غواړي خپل ځانګړی وړتیا لرونکی وایرلېس چارجر مینهوالو ته معرفي کړي. دغه چارجر چې سامسُنګ وایرلېس چارجر پډ ټرایو (Samsung Wireless Charger Pad Trio) نومول شوی، په یو وخت کې ګلکسي نوټ۲۰، ګلکسي واچ۳ او ګلکسي بډز لایف چارجولی شي. د دغه چارجر تصویر هم د باوري سرچینې، اېوان بلاس له لوري د نوموړي پټریان پاڼې کې نشر شوی دی. دغه تصویر کې ښکاري چې دغه چارجر ډېر لوی دی او یو وخت څو اوزار په اسانۍ سره پکې ځایېږي. دغه چارجر کې د مختلفو اوزارو لکه ځیرک موبایل، ځیرک ساعت او ځیرک غوږۍ نښې هم ورکړل شوې دي. د معلوماتو افشا کوونکې دغه باوري سرچینه همدا راز زیاتوي چې دغه چارجر کې یو اېس بي – سي کارول شوی دی. پر دې سربېره، دغه تصویر د دغه وایرلېس چارجر ځینې ځانګړنې په ډاګه کړې، خو بیا یې هم په اړه تفصیلي معلومات نه دي خپاره شوي. تر اوسه دا هم نه ده څرګنده چې ایا دغه چارجر د چټک چارج ټکنالوژۍ څخه ملاتړ کوي او که نه.