د امریکا په فلوریډا ایالت کې یوه وسله وال په یوه برید کې دوه ښځې چې د یوگا تمرین یې کاوه وژلې دي. د دې ایالت د تالاهاسي سیمې پولیسو ویلي، په دغو ډزو کې چې څلور تنه ټپي شوي هم دي. برید کوونکی ۴٠ کلن سکاټ بیورل معرفي شوی چې د لومړنیو معلوماتو له مخې تر ډزو وروسته یې خپل ځان هم ویشتلی او وژلی دی. په فلوریډا کې دغه ډزې یوه اونۍ وروسته تر هغې کیږي چې د تیرې شنبې په ورځ د پنسلوانیا په ایالت کې د یهودانو په کنیسه باندې په ډزو کې ١١ تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان شول. د امریکا په متحده ایالاتو کې هر کال څه باندې ٣٠ زره کسان د وسلو اړوند تاوتریخواليو کې وژل کیږي.