د ایټالیا حکومت ویلي چې په ډيری ساحلي سیمو کې توپان سلګونه میلیونه یورو مالي زیان هم اړولی دی. دغه توپان اووه ورځې غځېدلی چې له ځان سره یې په ځنګلي سیمو کې ځنګلونه او ونې هم ماتې کړې دي. د راپورونو له مخې توپان د نږدې ۱۷۰ زره کورنیو برېښنا پرې کړې ده، د اوبو د رسولو خدمات فلج شوي دي او ګڼې ستونزې یې جوړې کړې دي. په راپورونو کې راځي چې د ایټالیا د توپان ستره برخه زیانونه ددغه هېواد شمالي ښارونو ته اوښتي دي. تر ټولو ډېر جنوا ښار زیانمن شوی دی. د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې ښايي دغه توپان یوه اونۍ نور هم وغځېږي.