د هر کار لپاره له دې وروسته اپلېکېشن اړین دی. که تاسو نن دغه کار ونه کړی، نو ډاډه اوسئ چې سبا یې بل څوک کوي. د اپلېکېشنونو جوړول یو نوی صنعت دی چې د پرمختګ په حال کې دی. د څېړنو له مخې، یوازې په ۲۰۱۴ کال کې آیفون کمپنۍ د اپلېکېشن جوړولو په برخه کې ۴۰۰۰ کسان پر دندو ګومارلي وو. کېدای شي د کوډونو جوړول په لومړي سر کې یو څه سخت وي، خو کله مو چې پروګرام لیکل زده کړل، کولی شی په اسانۍ سره اپلېکېشن جوړاو خرڅ یې کړی. کېدای شي همدا درته د یوه لوی کاروبار پرانیستلو لپار دروازه شي. په نوره نړۍ کې د اپلېکېشنونو کارول او جوړول د خلکو د ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده. که تاسو بهر ته ولاړ شی، د همدې اپلېکېشنونو له لارې کولی شی د ځان لپاره ټکسي ونیسی، هوټل کې کوټه کرایه کړی، انلاین توکي وپېری، لاره پیدا کړی او په سلګونه داسې نور کارونه. په پښتو کې متل دی چې وایي، له خوشي کېناستو د قروتو چیچل هم ښه دي.