که څه هم سامسُنګ د ګلکسي نوټ۲۰ لړۍ ځیرکو موبایلونو معرفي کولو رسمي غونډه کې د ګلکسي زي فولډ۲ په اړه هم لږ معلومات وړاندې کړل، خو اوس يي رسماً دغه قاتېدونکې مخپاڼه لرونکی ځیرک موبایل معرفي کړی دی. ګلکسي زي فولډ۲ د تېر کال له ګلکسي فولډ څخه په هره برخه کې ډېر غوره، پیاوړی او پرمختللی دی. تېر کال د ګلکسي فولډ بهرنۍ مخپاڼه ۴٫۶ انچه او داخلي مخپاڼه له پرانیستلو وروسته ۷٫۳ انچه وه، خو سږکال د دغه ځیرک موبایل بهرنۍ مخپاڼه ۶٫۲ انچه ده چې تر پرانیستلو وروسته په ۷٫۶ انچه ټبلېټ بدلېږي. بهرنۍ مخپاڼه یوازې ۶۰ هرتز ریفریش رېټ څخه ملاتړ کوي، خو اصلي ۷٫۶ انچه ستره مخپاڼه بیا ۱۲۰ هرتز ریفریش رېټ څخه د ملاتړ وړتیا لري. د دغه ځیرک موبایل هغه برخه کې چې مخپاڼه نه لري، درې کامرې ورکړل شوې دي چې ۱۲ مېګاپکسله اصلي کامره، ۱۲ مېګاپکسله ټېلې فوټو لنز او ۱۲ مېګاپکسله الټراوایډ انګل لنز په کې شامل دي. د ګلکسي زي فولډ۲ بیه ۲۰۰۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې، چې ځینو هېوادونو کې به يې بیه د مالیاتو په پام کې نیولو سره تر دې هم لوړه وي.