سامسُنګ کمپنۍ د یوې مجازي غونډې له لارې ګلکسي اې۴۲، ګلکسي ټب اې۷، ګلکسي فېټ۲ او خپل ټرایو نومې وایرلېس چارجر معرفي کړ.
ګلکسي اې۴۲ ۵جي
دا د سامسُنګ کمپنۍ تر ټولو ارزان بیه ۵جي ځیرک موبایل دی. ګلکسي اې۴۲ د تېر کال ګلکسي اې۴۱ نوې او پرمختللې بڼه ده چې ۶٫۶ انچه سوپر امولېډ ډوله مخپاڼه لري. دغه ځیرک موبایل په شاتنۍ برخه کې څلور کامرې ولري، خو سامسُنګ کمپنۍ د دغو کامرو ځانګړنو په اړه څه نه دي ویلي. ګلکسي ټب اې۷
ګلکسي ټب اې۷ د سامسُنګ کمپنۍ ارزان بیه ټبلېټ دی. دغه ټبلېټ مناسبه بیه او منځنۍ وړتیاوې لرونکې ځانګړنې لري. ګلکسي ټب اې۷ به ۱۰٫۴ انچه ټي اېف ټي ډوله ۱۲۰۰ پکسله ریزلوشن لرونکې مخپاڼه ولري.
شاتنۍ برخه کې ۸ مېګاپکسله او مخکینۍ برخه کې ۵ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره لري. دغه ټبلېټ کې ۷۰۴۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ، د غوږۍ لپاره ۳٫۵ ملي متره اډیو جک او یو اېس بي ټایپ – سي پورټ ورکړل شوی دی.