یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د بين الافغاني خبرو د پيل غونډې ته د قطر د بهرنيو چارو وزير وينا

سپتمبر 15, 2020
in لیکنې
0 0

جلالتمآب ښاغلی مایکل پمپیو، د آمریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر… له ورور هیواد جمهوری افغانستان څخه راغلې هیئت مشرتابه او غړو…

فضیلت مآبانو…

آغلو او ښاغلو…

 

له ورور هیواد افغانستان څخه راغلو د سولې خبرواترو پلاوي مشرانو او غړو… زه تاسو ټولو ګرانو وړونو ته د زړه له کومې ښه راغلاست وایم، تاسو قطر هیواد ته ډیر په خیر راغلئ او خپلي کورنۍ ته راغلاست، قطر هیواد په دي ویاړې چې ددغو تاریخي خبرو اترو کوربه توب او ملاتړ کوي.

او په دي هم وياړم چې د قطر هیواد عالي مقام شیخ تمیم بن حمد آل ثانی(الله دي وساتي)، نیکې هيلې او درانه مراتب ستاسو خدمت ته وړاندي کوم… او دا چې هغه د زړه له تله دي ته لیواله دی ترڅو دغه خبري اتری په بریا ترسره شي او هغه ټاکل شوي موخې ترلاسه کړلاي شي. او خوښ یم چې تاسو ته جوته کړم دا چې قطر هیواد په دې چې تاسو یې ددې خبرو اترو د ترسره کولو په موخه غوښتنه ومنله، ستاینه کوي، ځکه دا کار ستاسو لخوا د جګړې د پړاو ختمولو او په افغانستان کې د تل پاتې سولې راوستلو سره د ليوالتیا او په ارزښت یې د پوهاوي کچه په ډاګه کوي.

د طالبانو د تحریک او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې موافقې له ترسره کېدلو وروسته چې تيره فبروري میاشت په دوحه کې ترسره شوې وه، او د دغه هیواد د امير، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني (چې الله ج دي ساتنه وکړي) د نيکو لارښوونو د پلې کېدو په درشل کې د قطر هیواد خپلې هڅې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د پيلیدلو لپاره هڅې پیل کړي ترڅو افغان ولس داسي یو سیاسي جوړجاړې ته ورسيږي چې د سولې ضمانت کولاي شی او د هیواد د آرامتیا او پرمختیا لامل ګرځي.

ددي خبرو اترو ترسره کيدلو ته د فرصت برابرولو له کبله زه د امریکا د متحده ایالاتو له مرستي، او هڅو څخه مننه کوم.

 ښاغلو حاضرینو:

د ملتونو او ولسونو په ژوندانه کې داسي سرنوشت ټاکونکي ورځې راځې چې د تاريخ په پاڼو کې تلپاتي آثار پرځاي پريږدي او داسي نښي رامنځته کوي چې د وختونو په تيريدلو باندي رنګ نه بايلي، ځکه دا د ولسونو د ژوندانه پر لاره لمنځه نه تلونکي نښاني پريږدي، نو په دغسی حساسو شرایطو کې هغه کسانو ته د تاریخ ستر مسئولیت ورګرځې چې په ټاکونکو لحظاتو کې نیک نظر ولري او په درایت باندي حل ته لاره هواره کړي او د موجوده وضعیت د ننګونو سره په مطابقت کې پريکنده پريکړي وکړي، هغوي باید له هر راز جدایې څخه لاس واخلي، او په یوه آواز د خپلو خلکو او ولسونو هيلو او غوښتونو ته لبیک ووایې، او د خپلو ولسونو غمونو ته داسي د پاي ټکی پريږدي چې څوک ځان غالب او یا مغلوب و نه ګڼي.

موږ ته د تاریخ په پاڼو کې په پرلپسي توګه ډيري تجربې لیکل شوي، یوه یې دا ده چې نظامي ځواک نشي کولاي د افغانستان شخړه پاي ته ورسوي، او دا چې دي کشالي یوازني د حل لاره تلپاته او فوري اوربند او خبرو اترو ته لاره پرانستل دي. ترڅو د افغان ولس ټولي خواوي د ټولو لیدلورو ترمنځ یو هر اړخيز سیاسي جوړجاړي ته ورسيږي.

زه دلته یوه مهمه پوښتنه کوم:

آیا په ټول افغان ورور ولس کې به داسي کومه خوا پاتي شوي وي چې لا هم په دي باور نه وي چې د تفاهم او یو والي لپاره لاري جوړول په افغانستان کې د سولي، ثبات او د قانون د حاکمیت او پرمختګ یوازنی تضمین کیدلای شي؟

دا خبري اتري د افغان ولس لپاره یو پيچلي، نازک او مهم پړاو دی ترځو وشي کولاي د شته اختلاف ټولو ټکو ته حل لاره ولټوي، تاسو به کيدی شي زما سره په دي خبره کې همږغي وشئ چې د تیر تاریخ او د هغه له دردونو هاخوا باید حرکت وکړئ او په راتلونکو امیدونو باندي تمرکز وکړئ، په داسي حال کې چې له تيرو څخه درس اخیستل هير نکړئ.

دا به په ټولو باندي حتمي کړي ترڅو په کلک هوډ او ثابت ایمان باندي د راتلونکي خواته ګام واخلي، ځکه افغان ولس هم دا حق لري ترڅو د امن، یو والي او هوسايني څخه خوند واخلي او د پرمختګ له کاروان سره یو ځاي ګام واخلي او هیڅکله شاته پاته نشي.

ښاغلو حاضرينو:

زه ستاسو ترمنځ همکارۍ ته ډیر زیات ارزښت ورکوم، او زه په دي کې هيڅ شک نلرم چې تاسو د هغه مسئولیت وړتیا لري کوم چې ستاسو پر اوږو ایښودل شوی دی. او تاسو به د – الله په توفیق سره – د افغان ولس ښيګڼې او مصلحت ته پوره پام وکړئ او دا به د خبرواترو پر لاره مشال وګرځوئ، ترڅو د افغان ولس هغه هيلې پوره کړئ چې سوله او ثبات یې د څلویښت کلني جنګړي ځاي ناستی شی، او ثبات او آرامي د افغانستان ګوټ ګوټ ته ورسیږي.

او همدارنګه باید هیره نه کړو چې زموږ شاوخوا سيمه یېز هیوادونو ته هم ارزښتناک رول سپارل شوی، د هغوي رول باید له لاسه ورنکړو ترڅو یو رغنده او ملاتړونکی رول ولوبوي. د هغه چلنجونو کچه له هيچا پټه نه ده کوم چې د افغانستان د سولي د ټنګښت په وړاندي پراته دي، نو ځکه موږ پر نړیوالي ټولني ږغ کوو او هغه رابولو ترڅو خپلی هڅي په دي تړاو ګړندی کړي او له دي فرصت څخه په ګټه اخیستني سره هڅه وکړي چې دا خبري اتري بريا ته ورسيږي، او مطلوبه سوله ترلاسه کړي، او د افغان ورور ولس کړکیچ ته د پاي ټکی کیښودل شي.

په دي برخه کې به د قطر هیواد، د نړیوالي ټولني سره له هيڅ ډول هڅې څخه دریغ ونکړي ترڅو په مذاکراتو کې ټاکلي موخې ترلاسه شي او د افغان ورور ولس هيلې او د هيواد د سولې، ثبات او امن ارمانونه پوره شي.

او په پاي کې زه د خپل ستر څښتن له دي آیت څخه نور ښکلي کلمات نشم پیدا کولای چې خبره پري ختمه کړم چې هغه دي (بسم الله الرحمن الرحيم ((وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا  ……)) او ټول د الله پاک په رسۍ باندي کلک ځانونه ونیسئ، او مه سره بيليږئ.)

په پاي کې یوځل بیا زه دوحې ښار ته ستاسو راتګ ته ښه راغلاست وایم، تاسو ته د ښه اقامت هيله کوم او غواړم چې دا خبري اتري خپلي مطلوبي پایلي ته ورسيږي.

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته.

Share7Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امريکا خبري رسنۍ: امريکا او برېتانيا د هرمز تنګي د يوې نړيوالې غونډې په چمتو کولو بوخت دي

جولای 25, 2026

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو پر حوثيانو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

ايران: په څو هېوادونو کې مو د امريکايي ځواکونو پر اړوندو موخو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

جولای 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In