د دې لپاره چې پوه شی څه ډول سپما وکړی، په هماغه لومړي سر کې خپل ټول عواید مه لګوئ. هره میاشت د خپلې تنخوا یوه برخه مخکې له دې چې له لاسه مو ووځي، سپما کړئ. که څو ځله دغه کار تر سره کړی، عادت او مسوولیت مو ګرځي. کولی شی پاتې پیسې د خپل ورځني ژوند د پر مخ بېولو لپاره د مهالوېش له مخې مصرف کړی. د دې کار لپاره د خپلې ادارې له مالي برخې او یا هم له اړوند بانک سره خبرې وکړئ، چې په اتومات ډول ستاسو په خوښه یوه اندازه پیسې ستاسو د سپما یا تقاعد حساب ته ولېږدوي. که مو کارو بار ازاد وي او یا هم میاشتني حقوق په نغدي ډول تر لاسه کوی، بیا نو ځان داسې اموخته کړئ چې له هر څه وړاندې ټاکلې اندازه پیسې خپل د سپما اکونټ ته ور اضافه کړئ. په دې کار ځان عادت کړئ او مسوولیت یې وګڼئ.