د روان کال په سرطان میاشت کې د ملي شورا دواړو مجلسونو په واشنګټن کې د افغانستان سفیره رویا رحماني، همایون قیومي، شاد محمد څرګند او یما نظام د فساد په یوه قضیه کې لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل او په رسمي توګه یې د عدلي تعقیب غوښتنه وکړه خو د میاشتو په تېرېدو یې لا هم دوسیې نه دي سپړل شوې. سرچینې وایي چې په حکومت کې ځینې لوړپوړي اوسني او پخواني چارواکي د شخصي علایقو پر بنسټ له محاکمه کېدو د رحماني د ژغورلو په هڅه کې دي. سرچینې وایي، د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي معین جاوید لودین، حمدالله محب او ځینې نور کسان د رویا رحماني ملاتړي دي او نه یوازې لویې څارنوالۍ ته د نوموړې د معرفي کېدو مخالفت کوي، بلکې غواړي رشد او پرمختګ ته یې زمینه برابره کړي. د یادونې ده چې په امریکا کې د افغانستان سفیره رویا رحماني، د مالیې پخوانی وزیر همایون قیومي، د ولسمشر سلاکار شاد محمد څرګند او زوم یې یما نظام چې د سفارت دېوال جوړولو په موضوع کې یې په سلګونه زره ډالر خپلو شخصي جېبونو ته وهلي وو، له نیوکو وروسته څارنوالۍ ته معرفي شول خو دا چې حکومتي ملاتړ لري لا هم هسکه غړۍ ګرځي.




































