عراق وایي د ګاونډي هېواد ایران په اړه د امریکا ټویټري پیغام له ډیپلوماتیکو اصولو سره په ټکر کې دی او هغه یې د عراق په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده. د عراق د بهرنیو چارو وزارت دا غبرګون امریکایي رسنیو عجیب بللی دی. عراق ویلي، امریکا دې په راتلونکې کې له دا ډول څرګندونو ډډه وکړي او له نړیوالو قوانینو دې سرغړونه نه کوي. عراق دا غبرګون وروسته تر هغه ښیي چې امریکا د اکتوبر میاشتې په دېرشمه په یو ټویټ کې ویلي و، ایران دې په عراق کې د فعالو شیعه ملېشو د بې وسلې کېدو او منحل کېدو اجازه ورکړي.