ګوګل کمپنۍ د خپل عامل سیسټم انډرایډ، نوې بڼه چې انډرایډ۱۱ بلل شوې ده، معرفي کړه. دغه عامل سیسټم څو میاشتې وړاندې په ازمېښتي ډول د ګوګل کمپنۍ ځیرکو موبایلونو کې وړاندې شوی و، خو اوس يي وروستۍ بڼه د عامې کارونې لپاره وړاندې شوه. ګوګل کمپنۍ تر ټولو وړاندې دغه عامل سیسټم خپل د پکسل لړۍ ځیرکو موبایلونو کې وړاندې کړ او له هغې وروسته د ونپلس او اوپو کمپنۍ هم اعلان وکړ، چې د خپلو ځیرکو موبایلونو عامل سیسټم به انډرایډ۱۱ ته اپډېټ کړي. سامسُنګ کمپنۍ هم اعلان وکړ چې ډېر ژر به خپل ځیرک موبایلونه د انډرایډ وروستۍ بڼې ته د One UI 3.0 په بڼه اپډېټ کړي. دې نوې بڼه کې ډېرې نوې اسانتیاوې اضافه شوې او دا ځل ګوګل د نویو ځانګړنو پر ځای د شته ځانګړنو غوره، پیاوړې او اغېزمنې بڼې ته پاملرنه کړې. ګوګل کمپنۍ د دغه عامل سیسټم له لارې د لومړي ځل لپاره خپل ځینې هغه کاریالونه چې یوازې د دې کمپنۍ ځیرکو موبایلونو کې د کارونې وړ وو، ټولو انډرایډ عامل سیسټم لرونکو ځیرکو موبایلونو ته وړاندې کوي.