که د سپما لپاره مناسبه موخه ولری، نو سپما کول درته اسانه کېږي. هڅه وکړئ چې داسې موخې درته وټاکئ چې ورته ورسېدی شی، ځکه خپله موخه ټاکل انګېزه هم درته پیدا کوي. د بېلګې په توګه، د موټر یا کور اخیستل او یا هم د تقاعد په دوره کې د یوه ښه او مناسب ژوند درلودل. دغه څه در سره مرسته کوي چې د سپما لپاره مو هوډ پیاوړی شي. کله چې په سپما کې له ستونزو سره مخ کېږی، په ډېرې اسانۍ کېدای شي له دې کاره لاس واخلئ او پر ځای یې هغو موخو ته د رسېدو هڅه وکړئ، چې د ځان لپاره مو ټاکلې دي. مهمه نه ده چې تاسو د څومره پیسو په سپما کولو پیل کوی، خو سپما هر وخت ممکنه ده. څومره ژر هم چې دغه کار پیل کړی، هومره ژر به مالي امنیت ته ورسېږی. که تاسو غواړی په راتلونکې کې د یوه کور څښتن شی او په دې برخه کې له ستونزو سره مخ وی، لومړی د خپل لګښت له لېست څخه غیر ضروري توکي حذف کړئ.