افغان حکومت وایي سږ کال د کرونا وېروس د خپرېدو له امله تر اوسه په ملي عوایدو کې ۱۸میلیارده افغانۍ کموالی راغلی دی. د مالیې وزارت وايي چې د سوداګریزې راکړې ورکړې، مالیې راټولونې او د دولتي ادارو له لوري د عامه خدماتو د درېدو له امله یې په عایداتو کې کموالی راغلی دی. چارواکي وايي تېر کال یې په همدې موده کې ۱۳۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي وو خو اوس دغه شمېرې ۱۱۵ مییلیارده دي. د مالیې وزارت مسوولین وايي چې د یادې کچې مالي زیان جبران ناممکن دی. دغه وزارت د روان مالي کال لپاره ۲۰۸ میلیارده افغانۍ عواید هدف ټاکلی و، خو د کرونا ویروس د خپرېدو، بندیزونو او محدودیتونو له امله اړ شول چې خپله تګلاره بدله کړي او ۱۷۷ میلیارده افغانۍ ځان ته هدف وټاکي.



































