د ډېری کسانو لپاره د کور کرایه تر بل هر لګښت زیاته او سخته وي. خو که په همدې برخه کې هم یو څه صرفه وکړئ، کېدای شي په میاشتني ډول مو د سپما کچه ډېره لوړه شي او په راتلونکي کې د خپل کور څښتنان شی. سمه ده چې له یوه ځای څخه بل ځای ته کډه وړل هم سخت او ګران پرې وځي، خو ډېر کله ګټه په تاوان کېږي. تاسو به لیدلي وي چې ډېری کسان هره میاشت بې له دې چې پوښتنه وکړي او یا یې پر کمولو فکر وکړي، یوه زیاته اندازه پیسې د برېښنا د لګښت له کبله پرېکوي. خو دا ډېره اسانه او د دوی په واک کې خبره ده چې د خپلې برېښنا میاشتني کارونه راکم کړي، سپما وکړي څو یې بېل کم راشي. موږ ډېر کله ځینې کوچني لګښتونه بابېزه ګڼو، خو که په میاشتني ډول همدا کوچني کوچني لګښتونه را ټول کړو، ډېرې زیاتې پیسې کېږي چې که سپما شي، موخې ته رسېدل درته اسانه کېږي.