د شیاومي کمپنۍ یوه څانګه چې اوس د پوکو په نوم په جلا کمپنۍ بدله شوې، نوی پیاوړی خو ارزانه بیه ځیرک موبایل پوکو اېکس۳ اېن اېف سي خپلو مینه والو ته معرفي کړی دی. دغه ځیرک موبایل د نورو کمپنیو پیاوړو ځیرکو موبایلونو ته ورته ځانګړنې او وړتیاوې لري. پر دغو پیاوړو وړتیاوو سربېره، د دغه ځیرک موبایل بیه ډېره ټیټه ټاکل شوې ده. پوکو اېکس۳ کې د کوالکام سنپ ډراګن ۷۳۲ ډوله پروسېسر، ۶ ګېګابایټ رم او ۶۴ – ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا درلودونکی دی. دغه ځیرک موبایل ۶٫۶۷ انچه اېل سي ډي ډوله فول اېچ ډي ریزلوشن لرونکې مخپاڼه لري چې ۱۲۰ هرتز ریفرش رېټ او ۲۴۰ هرتز ټچ سمپلېنګ رېټ څخه ملاتړ کوي. دغه ځیرک موبایل مختلفو هېوادونو کې خرڅلاو ته وړاندې شوی او د ۶ ګېګابایټ رم او ۶۴ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه یې ۲۲۹ یورو او د ۶ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه یې ۲۶۹ یورو ټاکل شوې ده.