سعودي عربستان د میلیاردر ولید بن طلال ورور خالد بن طلال تر کابو یوه کلن بند وروسته خوشی کړ. ویل کېږي د خبریال جمال خاشقجي د وژلو له کبله پر سعودي تر فشار وروسته خالد خوشی شوی دی.
شهزاده خالد د سعودي د پاچا سلمان بن عبدالعزیز لمسی دی.
د شهزاده خالد بن طلال د خوشي کېدو خبر د هغه د کورنۍ دریو غړو پر ټوېټر خپور کړی، د هغه انځورونه یې خپاره کړي چې تر خوشي کېدا وروسته د کورنۍ غړي مچو کوي او خپل زوی په غېږ کې نیسي.
د ۲۰۰ شهزادګانو په ګډون د فساد په تور نیول شوي کسان د ریټز کارلټن په نامه د ریاض په يوه لوکس هوټل کې ساتل کېږي.
په نیول شویو کې ۲۰۰ شهزادګان، چارواکي او سوداګر هم وو چې د ریاض ریټز کارلټن هوټل کې ساتل کېدل.
د سعودي حکومت وايي، دا نیونې د فساد ضد کمپاین په لړ کې شوې، خو مخالفین یې بیا وايي چې دا د شهزاده محمد بن سلمان له خوا د خپل واک ډېرولو په پار هڅې دي، چې خپل سیالان وځپي.
شهزاده ولید بن طلال هم د نیول شویو په نوملړ کې و، چې د تېرې جنورۍ په لومړیو کې له حکومت سره د نا اعلان شوې مالي هوکړې تر لاسلیکولو وروسته خوشی شو.
له شهزاده ولید بن طلال سره د شوې معاملې په څېر، سعودي چارواکو له نورو ګڼو نیول شویو کسانو سره هم د هغوی د خلاصون په اړه مالي معامله کړې ده.
شهزاده خالد بن طلال داسې مهال خوشی شوی چې پر سعودي عربستان د ترکیې په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه د نړیوالو له خوا فشارونه او غوسه ډېره شوې ده.
څارونکي وايي، د خاشقجي قضیه د سپتمبر ۱۱مې له پېښې وروسته تر ټولو ناوړه دیپلوماتیکه شخړه ګڼل کېږي چې دا مهال سعودي عربستان ورسره مخامخ دی.
د تېرې جمعې په ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، د خاشقجي د وژلو امر د سعودي حکومت د “مشرتابه” له خوا شوی، خو د شهزاده نوم یې نه دی اخیستی.