د چين د شمېرنې دولتي ادارې په دې وروستيو ورځو کې يوه شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې په همدې مياشت کې د مصرفي توکو د خرڅلاو عمومي ارزښت ۳۳۵۷ ميليارده او سل میليونه يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه پنځه زيات شوی دی. د مصرف په زياتوالي سره د چين اقتصاد په دريو عمده برخو کې پرمختګونه کړي دي. له دې څخه ښکاري چې د چين اقتصاد په هر اړخيزه توګه بيا سمسور شوی او ښه راتلونکی يې اټکل کېدای شي.
د امريکا د سي ان ان (CNN) ټلوېزيوني شبکې په دې وروستيو ورځو کې په راپورتاژ کې وويل، چې د کوويد- ۱۹ وبا له امله نړيوال اقتصاد له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو د چين اقتصاد د دې وبا پر وړاندې په مسلسلو څو مياشتو کې د بيا سمسورتيا په حال کې ساتل شوی او اوس مشتريان هم غواړي چې د شيانو اخيستلو لپاره پيسې ولګوي.
د مصرفي اړتياوو په اعاده کېدو سره چين د لا زياتو بهرنيو نړيوالو تصديو لپاره يو خوندي ځای ګرځېدلی. د امريکا د وارستريټ ورځپاڼې ويبپاڼې په دې وروستيو ورځو کې د يوې مقالې په ليکلو سره دې ته اشاره کړې، چې په چين کې د مصرف د اعاده کېدو له امله د ځينو امريکايي شرکتونو زيانونه کم شوي، چې د توليداتو د پلورنې ارزښت يې د امريکا په دننه کې کم شوی دی. چين د ډېرو امريکايي شرکتونو لپاره سرپناه بلل کيږي. د دې هېواد ځينو مشهورو شرکتونو په ځانګړې توګه په خپلو مالي راپورونو کې وويل، چې دوی د چين په مټ له ستونزو ډکې درې مياشتې تېرې کړې دي. د امريکا سپورتي مارک لرونکی شرکت سکيچير(Skechers) يو له دې شرکتونو څخه دی. په دویمه ربعه کې د دې شرکت د پلورنې عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دوه څلوېښت کم شوی، خو په چيني بازار کې دغه ارزښت په سلو کې يوولس اعشاريه پنځه زيات شوی دی. د دې شرکت د لوړې کچې اداري مشر داويد ومبروګ وويل، چې چين زمونږ د شرکت لپاره يو سمسور، ثابت او پرمختيايي موډل برابر کړی دی.
د سکيچير په شان ډېرو بهرنيو تصديو په چين کې د لاسته راوړنو د تر لاسه کولو تر څنګ، د چين په بازار کې خپله پانګه زياته کړې ده. د روان کال په اګست کې د چين لخوا د کارول شويو بهرنيو پانګو اندازه ۸۴ میليارده او ۱۳۰ میليونه يوانو ته رسيدلې، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اتلس اعشاريه اووه زيات شوی دی. په چين کې زياتره تصدۍ د چيني بازار پر پرمختګ باور لري. که څه هم د کوويد- ۱۹ وبا له امله د نړيوال اقتصاد د بې ثباتۍ عوامل زيات شوي، خو په دې حال کې د( Schneider) شرکت لاهم په چين کې پانګه زياته کړې، چې څېړنيزه پانګه يې د تېر کال په پرتله په سلو کې ۱۵ زياته شوې ده. دغه راز د برېټانيا د فننشل ټايمز FINANCIAL TIMES) ) خبر ور کړ چې د(Louis Vuitton) لوړې کچې اداري مشر وويل، په راتلونکو پنځو کلونو کې به د دې شرکت ډېری چارې پيل شي.
نه يوازې بهرنۍ تصدۍ پر چين پوره باور لري؛ بلکې ډېر نړيوال سازمانونه او ارګانونه د چين د اقتصاد په اړه خوشبين دي او د چين د اقتصاد د ښه کېدو په اړه يې باور زيات شوی. د رويټرز خبري اژانس هم خبر ورکړ چې د روان کال په دویمه ربعه کې د چين د اقتصاد بيا سمسورتيا له اټکل څخه وتلې ده، نو د مودي په نوم د پانګونو او خدمتونو شرکت په دې وروستيو ورځو کې په تازه راپور کې د چين د ښه کال د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د زياتېدو وړاندوينه کړې، چې له مخې به يې د چين د اقتصاد د زياتوالي انډول له يو سلنې تر يو اعشاريه نهه سلنې پورې زيات شي او په راتلونکي کال کې به دغه انډول په سلو کې اووه زيات شي. د برېټانيا د فيننشل ټايمز ورځپاڼې په خپله مقاله کې ليکلي چې د چين د حکومت تر ملاتړ لاندې د چين توليدي او خدمتي چارې په منظم ډول اعاده شوې دي. د چين د ملي جشن په رارسېدو سره به د دې هېواد په دننه کې سيلانيزې چارې زياتې شي، چې له امله به يې لازيات کسان پر دندو وګومارل شي او د چين اقتصاد به په پرله پسې ډول پرمختګ وکړي.
د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين حکومت د کوويد- ۱۹ وبا د مخنيوي لپاره اغېزمن تدبيرونه نيولي، چې په پايله کې يې توليدي چارې په منظمه توګه بيا پيل شوې او د پانګوالو باور پياوړی شوی دی. نو مونږ باور لرو چې د چين راتلونکی اقتصاد به لا پسې پرمختګ وکړي.