سامسُنګ کمپنۍ غواړي له ګلکسي نوټ۲۰ او ګلکسي زي فولډ ځیرکو موبایلونو وروسته د ګلکسي اېس۲۰ ځانګړې بڼه، چې ګلکسي اېس۲۰ فېن اېډېشن نومول شوې ده، خرڅلاو ته وړاندې کړي. تقریباً له دوو میاشتو راهیسې د دغه ځیرک موبایل ځینې معلومات افشا شوي او د دغه ځیرک موبایل ډیزاین او ځینې ځانګړنې يې په ډاګه کړې دي. خو اوس سامسُنګ کمپنۍ اعلان کړی چې د سپټمبر په ۲۳مه د یوې رسمي غونډې له لارې به ګلکسي اېس۲۰ فېن اېډېشن (Galaxy S20 FE) خپلو مینهوالو ته معرفي کړی. د دې غونډې لپاره د استول شویو بنلیکونو نښان ته په کتو سره، اټکل کېږي چې د ګلکسي اېس۲۰ دغه بڼه به په ډېرو مختلفو رنګونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي. د ګلکسي اېس۲۰ اېف اي افشا شوې ځانګړنې له ۵جي څخه ملاتړ کوونکې بڼه کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن ۸۶۵ ډوله پروسېسر او ۴جي څخه ملاتړ کوونکې بڼه کې اګزینوس ۹۹۰ ډوله پروسېسر، ۶٫۵ انچه سوپر امولېډ ډوله مخپاڼه، ۶٫۵ انچه سوپر امولېډ ډوله مخپاڼه او د ۱۲هرتز ریفرش رېټ څخه د ملاتړ وړتیا لري.




































