په ډېری هېوادونو کې د کال په یوه ټاکلي وخت کې د کالیو، بوټانو او نورو اړینو وسایلو په بيو کې تخفیف اعلانېږي. که سمدستي د کوم جنس لپاره اړتیا نه وي او په راتلونکې کې یې د پېرلو اراده لری، بیا ښه ده چې د تخفيف د اعلانېدو ورځې ته په تمه شی. ډېری داسې جنسونه شته چې خپل وخت او بازار لري. د کال په بل فصل کې یې بیا دومره پېرودونکي نه وي. د بېلګې په توګه، د ژمي لپاره په اوړي کې ښه کالي پیدا کېدای شي. چاپېريال زموږ پر ورځنیو لګښتونو نېغ اغېز لري. هوښیار اوسئ او په دقت سره فکر وکړئ، چې ولې يو جنس پېری؟ د سوداګریزو اعلانونو له مخې توکي مه اخلئ. د داسې اعلانونو پر رښتينولۍ شک وکړئ، ځکه هغه داسې جوړ شوي چې تاسو د ډېرو پيسو لګولو ته مجبوروي. د هغوی همدا دنده ده چې د محصول خیالي بڼه تاسو ته در ښکاره کړي، نه هغه څه چې رښتیا دي. له پېرلو مخکې د قېمتي شیانو په اړه په انټرنېټ کې پلټنه وکړئ څو مناسب جنس پیدا کړی.