افغانستان او ترکمنستان د ولسمشر غني په حضور کې د اقتصادي همکاریو بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. له ارګه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا هوکړه لیکونه او یو تړون نن د کانونو او مخابراتو وزارتونو سرپرستانو، د افغانستان د برېښنا شرکت او د بیات ګروپ رییسانو په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر، د ټاپي پایپ لاین او چالک شرکتونو رییسانو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لا پیاوړتیا په موخه لاسلیک شوي دي. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو ته د ویډیویي پیغام له لارې ویلي، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند به د ګازو، انرژۍ او اورګاډي پټلۍ په برخو کې ګډ کار او همکارۍ ولري او دغه لویې پروژې د لا موثرو همکاریو د ایجاد لپاره دي. هغه زیاته کړې، هیواد یې غواړي چې د دې لویو پروژو له تطبیق سره د انرژۍ د تامین ترڅنګ د دواړو هیوادونو ولسونو ته یې ګټه ورسېږي او د دوی اقتصادي همکارۍ به د ټولو لپاره موثرې وي.



































