د رسنیو د راپورونو له مخې امریکا ویلي چې په دې ګډو نظامي تمریناتو کې به ډول ډول وسلې و ازمویل شي. امریکا او جنوبي کوریا تر دې وړاندې د شمالي کوریا د وېرولو لپاره ګڼ نظامي تمرینات ترسره کول. خو دا تمرینات یې داسې مهال ترسره کړي چې ټاکل شوې په دې نږدې ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر شمالي کوریا ته سفر ولري. مایک پمپیو ویلي چې په دې سفر کې به هم د تېرو سفرونو په څېر پر یو لړ مهمو موضوعاتو د شمالي کوریا له حکومت سره خبرې وکړي. د پمپیو په خبره د امریکا ستره موخه دا ده، چې شمالي کوریا له اوسنیو فعالیتونو را وګرځوي او په سیمه کې ددغه هېواد له امله رامنځ ته شوې ستونزې حل کړي.