سوني کمپنۍ خپل نوی پیاوړی ځیرک موبایل، سوني اکسپریا۵ مارک ۲ معرفي کړ. د یادونې ده چې د سوني کمپنۍ د دې لړۍ ځیرک موبایلونه د فوټوګرافۍ لپاره غوره هارډ وېیر او سافټ وېیر لرلو له امله نړیوال شهرت لري. سوني کمپنۍ خپل دغه ځیرک موبایل کې ۶٫۱ انچه اولېډ ډوله مخپاڼه ورکړې چې ۱۰۸۰ پکسل ریزلوشن لري او ۱۲۰ هرتز ریفرش رېټ څخه ملاتړ کوي. سوني اکسپریا۵ مارک ۲ کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن ۸۶۵ ډوله پروسېسر، ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ – ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوي دي. دغه ځیرک موبایل له میموري کارت څخه هم ملاتړ کوي. دغه ۵جي څخه ملاتړ کوونکی ځیرک موبایل شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري چې ۱۲ مېګاپکسله اصلي، ۱۲ مېګاپکسله الټرا وایډ او ۱۲ مېګاپکسله 3X زوم څخه ملاتړ کوونکې کامرې لري. د دغه ځیرک موبایل بیه ۹۵۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې او د سپټمبر په وروستیو کې به رسماً خرڅلاو ته وړاندې شي.