سفر کول او له بېلابېلو ځایونو څخه لیدنه د انسان په تجربو کې زیاتوالی راولي او په هر اړخیزه توګه یې فکر ژور بدلون مومي؛ ځکه سفر کول د دې لامل کېږي چې تاسو نوي ځایونه وګوری، له نویو خلکو سره وپېژنی او اړیکه ورسره ټینګه کړی، فکر مو بدل کړی او خپل ورځنی تکراري ژوند یو څه بدل کړی. دغه څه په ژوند کې ډېر مهم دي، خو څه وکړو چې هم نورو ځایونو ته سفر وکړو او هم راته ارزانه پرېوځي؟ کله چې په ټولنیزو شبکو کې د خلکو عکسونه وینی چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته سفر کوي او له ژوند څخه خوند اخلي، څه فکر کوی دوی ټول بډای خلک دي؟ نه! دوی ټول شتمن نه دي؛ ځینو یې خپل فکر په کار اچولی او داسې ځایونو او کارونو ته یې لومړیتوب ورکړی چې سفر کول ورته ارزانه تمام شي. له داسې سوداګریزو مرکزونو لیدنه وکړئ چې په ځانګړو ورځو کې تخفیف پکې اعلانېږي او یا له داسې ځایونو څخه لیدنه وکړئ چې سیل یې لګښت نه لري.