د مصر امنیتي ځواکونه وايي، هغه ۱۹ وسله وال يې وژلي چې ګمان کېږي پر مصري قبطیانو يې د نوومبر د دویمې برید کې لاس درلود. د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه وسله وال يې په المینیا ولایت کې په نښه کړي. یادو وسله والو په همدې ښار کې پر قبطي مسیحیانو برید کړی و. په دغه برید کې اووه کسه وژل شوي وو. داعش ډلې ددغه برید مسوولیت منلی و، خو په اړه یې نور جزیات نه وو ورکړي. مصر شاوخوا سل میلیونه وګړي نفوس لري، چې له دې ډلې لس سلنه یې قبطي اقلیت تشکیلوي.