که تاسې هم د سوني کمپنۍ د نوي پلې اسټېشن۵ مینهوال یاست، تاسې ته غوره خبر دا دی چې سوني کمپنۍ د دغه ګېمېنګ کنسول بیه او د خرڅلاو نېټه اعلان کړه. سوني کمپنۍ د تېر کال په اکټوبر کې هم ویلي وو، چې پلې اسټېشن۵ به د ۲۰۲۰ کال په پای کې خرڅلاو ته وړاندې شي. سوني کمپنۍ وايي چې د پلې اسټېشن۵ په کنټرولر کې يې ډېر بدلونونه راوستي او دا لومړی ځل دی چې په کې د رمبل ټکنالوژۍ پر ځای نوی هېپټېک فیډ بک ټکنالوژي کارول شوې ده. اوس سوني کمپنۍ اعلان کړی چې پلې اسټېشن۵ به امریکا، جاپان، کاناډا، مکسیکو، اسټرالیا، نیوزیلنډ او سویلي کوریا کې د نومبر په ۱۲مه او اروپا او نورو هېوادونو کې به د نومبر په ۱۹مه خرڅلاو ته وړاندې شي. د پلې اسټېشن۵ ډېجېټل بڼې بیه ۳۹۹ امریکايي ډالره او د پلې اسټېشن۵ الټرا اېچ ډي بلو رې ډېسک ډرایف بڼې بیه ۴۹۹ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.