مشهور انګلیسي لیکوال ډېوېډ مېچل (David Mitchell) یو وخت ویلي وو: «هغه کس چې له ډېرې شتمنۍ سره مړ شي، ګټونکی دی» خو اصلي خبره دا نه ده، ګټونکی هغه څوک دی چې ډېرې تجربې ولري او په خوښۍ کې یې ژوند کړی وي. په دې لیکنه کې به دا ولولی چې ولې علم اوس هم وایي چې خپله ټوله شتمني په سفر ولګوی. پخوا خلکو داسې فکر کاوه چې ټولې خوښۍ په مادیاتو کې دي، خو اوس علم ثابته کړې ده، هغه څه چې تاسو ته خوښي درکوي، هغه تجربې دي. تجربې لکه سفر، له کوره بیرون کار کول، نوي شیان زده کول، له نندارتونونو لیدنه او داسې نور. ګیلووېچ همدا راز وایي: «د مادیاتو اخیستلو په پرتله د تجربو اخیستل اسانه هم دي او داسې څه دي چې نه له لاسه ورکول کېږي او نه هم زړېږي. په اصل کې دا تجربې دي چې زموږ د وجود یوه برخه جوړوي، له نورو سره مو نږدې کوي او ډېرې لویې خوښۍ راکوي.»