ایا د پانګونې په برخه کې د سلاکارانو له متناقضو سپارښتنو ستړي یاست؟
یو متخصص وایي، متنوع پانګونې وکړئ څو مو په دې برخه کې د ماتې خطر کم شي. بل بیا وایي، د پانګونې لپاره یوه برخه سمه ده، نه بېلابېلې. دغه ډول که د نورو متخصصینو نظرونه هم واخلی، کېدای شي بېلابېلې سپارښتنې درته وکړي. کله چې د یوې مسئلې په اړه د پانګونې متخصصین درته بېلابېلې نظریې درکړي، تاسو به وکولی شی چې په ډاډه زړه پرېکړه وکړی. هر کارپوه داسې خبرې کوي چې ته به وایې بریا ته د رسېدو لپاره همدا یوه لاره ده او بس. اصلي خبره دا ده چې که تاسو د هر ډول پانګونې په اړه بحث کوی، هرو مرو دوه اړخونه لري: یو به یې مثبت او بل به یې منفي وي، خو مالي پوهه بیا هغه څه ده چې تاسو کولی شی په ډېرې اسانۍ سره خپله لاره غوره کړی او یا دا چې دا درته په ډاګه کوي چې په کومه برخه کې څومره پانګونه وکړی.