اوپو کمپنۍ د ۲۰۲۰ کال په جون کې د رینو۴ د لړۍ ځیرک موبایلونه خرڅلاو ته وړاندې کړ او اوس يې د دې لړۍ نوی ځیرک موبایل، اوپو رینو۴ اېس اي خرڅلاو ته وړاندې کړی، چې د دې کمپنۍ تر ټولو ارزان بیه ۵جي ځیرک موبایل دی. رینو۴ اېس کې ۶٫۴۳ انچه اولېډ ډوله مخپاڼه ورکړل شوې او د ګوتې نښې سېنسر هم د مخپاڼې لاندې ځای پر ځای شوی دی. دغه ځیرک موبایل له ۵جي څخه ملاتړ کوونکی ډایمېنسټي۷۲۰ ډوله پروسېسر، ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ – ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا درلودونکی دی. رینو۴ اېس کې ۴۳۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې چې ۶۵ واټ سوپر ووک فلش چارج ۲٫۰ څخه ملاتړ کوي. د دغه ځیرک موبایل ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۲۳۹۹ چینايي یوان او د ۲۵۶ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۲۷۹۹ چینايي یوان ټاکل شوې ده.