سامسُنګ کمپنۍ د یوې غونډې له لارې خپل نوی غوره ځانګړنې او مناسبه بیه لرونکی ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړ. دغه ځیرک موبایل ګلکسي اېس۲۰ اېف اي (Galaxy S20 FE) نومول شوی او د ګلکسي اېس۲۰ ارزان بیه بڼه ده. سامسُنګ کمپنۍ خپل دغه ځیرک موبایل له دې امله چې اکثره کاروونکي ۱۰۰۰ امریکايي ډالره یا تر دې لوړه بیه لرونکي ځیرک موبایلونه نه خوښوي، خرڅلاو ته وړاندې کړ. دغه ځیرک موبایل ۶٫۵ انچه مخپاڼه لري چې له ګلکسي اېس۲۰ څخه غټه او ګلکسي اېس۲۰ پلس څخه کوچنۍ ده. د دغه ځیرک موبایل مخپاڼه له ۱۲۰ هرتز ریفریش رېټ څخه هم ملاتړ کوي. ګلکي اېس۲۰ اېف اي کې ۶ ګېګابایټ رم، ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا او ۴۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې ده. د دغه ځیرک موبایل ۵جي څخه ملاتړ کوونکې بڼه کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن ۸۶۵ ډوله پروسېسر او ۴جي څخه ملاتړ کوونکې بڼه کې بیا اکزینوس ۹۹۰ ډوله پروسېسر ورکړل شوی دی. د دغه ځیرک موبایل بیه ۷۰۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې او د اکټوبر په ۲مه به په مختلفو هېوادونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي.