دا سمه ده چې پیسې نېکمرغي نه شي راوستی، خو نشتون یې سل بدبختۍ زيږولی شي. پیسې د ژوند یوه مهمه او اړینه برخه ده. له بېځایه شعارونو لرې اوسئ. ډېر خلک په دې اند دي چې پیسې د فساد ریښه ده، شتمن خلک حریص وي، پیسې نېکمرغي نه شي راوستی او… دا ټولې هغه کلیشهیي او تکراري جملې دي، چې د هرې یوې د نقد لپاره سلګونه دلیلونه شته. په نړۍ کې ډېر داسې شتمن کسان شته چې خپلې شتمنۍ یې د استعدادونو په غوړولو، د بېمارانو په درملنې، د کاري فرصتونو په رامنځ ته کولو، بیارغونې او ډېرو نورو داسې کارونو لګولې دي، چې عامو خلکو ته یې ګټه رسېدلې ده. نو پیسې په خپل ذات کې بد شی نه دي، بلکې له هغو څخه د ګټې اخیستنې ډول توپیر کوي.