د ۲۰۲۰ کال له پیل راهیسې د کرونا نړیوالې وبا له امله ډېرو هېوادونو کې زده کړه په انلاین توګه پرمخ وړل کېږي، چې له همدې امله نړیوالو بازارونو کې د ارزان بیه لپټاپونو تقاضا زیاته شوې ده. مایکروسافټ کمپنۍ د زده کوونکو د دې اړتیا په پام کې نیولو سره د سرفېس ګو (Surface Go) په نوم خپل غوره ځانګړنې او ټیټه بیه لرونکی لپټاپ خرڅلاو ته وړاندې کړ. دغه لپټاپ کې ۱۲٫۴ انچه پکسل سېنس او ټچ وړتیا لرونکې مخپاڼه او د اېنټل کمپنۍ لسم جنرېشن کور ای۵ (Core i5) پروسېسر ورکړل شوی دی. سرفېس ګو ۱۶ ګېګابایټ رم او ۲۳۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري او مایکروسافټ کمپنۍ ادعا کوي چې په یو ځل چارج سره تر ۱۳ ساعتونو پورې د کارولو وړ دی. پر دې سربېره، ۷۲۰ پکسله کامره، اومني سونېک ډوله لاوډ سپیکرونه او وای فای۶ په څېر غوره ځانګړنې هم د دغه لپټاپ برخه دي. د سرفېس ګو بیه ۵۴۹ امریکايي ډالره ټاکل شوې او تر ټولو وړاندې به په امریکا کې خرڅلاو ته وړاندې شي.