ډېری خلک په دې اند دي چې مالي سلاکاران به یې تل په ګټه پرېکړه کوي. که تاسو ټولې چارې مالي سلاکارانو ته وسپاری او خپله څه زده نه کړی، هغه ده چې زیان به مو کړی وي. مهمه نه ده چې تاسو مالي سلاکار په دنده ګومارلی، مهمه دا ده چې تاسو د خپلې پانګې او د پانګې د راتلونکې مسوول یاست. تاسو د خپلې هرې پرېکړې مسوول یاست. همدا تاسو یاست چې د ځان لپاره مو مالي سلاکار ټاکلی او پرېکړه مو کړې ده چې په کومه برخه کې پانګونه وکړی. اوس که له خپلې دې پرې کړې ناخوښه وی، نو خپله باید خپل ځان جزایي کړی. د دې لپاره چې له خپلو ټولو مالي پرېکړو خوښ وی او نورې پر ځای پرېکړې وکړی، اسانه لاره یې دا ده چې خپله مالي پوهه لوړه کړئ. که تاسو د خپلو پرېکړو لپار عملي ملاتړ نه لری، نو ښه ملاتړی مو بیا پر نورو باور، رسنۍ او هغه شایعات دي چې په بازار کې یې اوری.