اپل کمپنۍ تېره میاشت خپل نوي ځیرک ساعتونه او آیپډ معرفي کړل، اوس غواړي څو له لږ ځنډ وروسته د یوې غونډې له لارې خپل نوي ایفونونه معرفي کړي. له دې وړاندې اپل کمپنۍ څو ځلې د کرونا نړیوالې وبا له امله د ایفونونو د معرفي کولو غونډه ځنډولې وه. اوس اپل کمپنۍ رسنیو ته د یوې پر لیکه غونډه کې د ګډون بلنلیکونه استولي دي. دغه بلنلیک کې د دې غونډې نېټه د اکټوبر ۱۳مه ښودل شوې ده او تر څنګ يي د غونډې ادرس او «چټک سرعت» لیکل شوی دی. د یادونې ده چې له څو میاشتو راهیسې د اپل د راتلونکو ځیرک موبایلونو په اړه مختلف راپورونه خپاره او معلومات افشا شوي، چې د دغو ځیرکو موبایلونو ډیزاین او ټولې ځانګړنې يې په ډاګه کړې دي. دا هم ویل کېږي چې اپل کمپنۍ به سږکال په لومړي ځل یو ځای ۴ ایفونونه معرفي کړي. د اپل کمپنۍ د ایفون۱۲ لړۍ ځیرک موبایلونه به د دې کمپنۍ بایونیک۱۴ ډوله پروسېسر او ای او اېس۱۴ عامل سیسټم سره خرڅلاو ته وړاندې شي.