سامسُنګ کمپنۍ تر اوږد ځنډ وروسته د اېف لړۍ لومړنی ځیرک موبایل معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل ګلکسي اېف۴۱ نومول شوی او ډېره پیاوړې بېترۍ لري. دغه ځیرک موبایل ۶٫۲ انچه سوپر امولېډ ډوله مخپاڼه لري چې د انډرایډ۱۰ عامل سیسټم سره به خرڅلاو ته وړاندې شي. ګلکسي اېف۴۱ کې د سامسُنګ کمپنۍ اګزینوس۹۶۱۱ ډوله پروسېسر، ۶ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې چې کاروونکي دغه وړتیا له میموري کارت کارولو سره تر دې هم لوړولی شي. د دغه ځیرک موبایل تر ټولو د پام وړ ځانګړنه د پیاوړې بېترۍ لرل دي. ګلکسي اېف۴۱ کې ۶۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېترۍ ورکړل شوې چې له ۱۵ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. شاتنۍ برخه کې ۳ کامرې لري چې ۶۴ مېګاپکسله اصلي، ۵ مېګاپکسله لایف فوکس او ۸ مېګاپکسله الټراوایډ کامرې په کې شامل دي. یوه ۳۲ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. دغه ځیرک موبایل تر ټولو وړاندې هندوستان کې خرڅلاو ته وړاندې کېږي او بیه يې ۲۳۱ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.