د څېړنو له مخې، ټول کارنده او بریالي مالي مدیران دغه ځانګړنې لري: د عملیاتي طرحې لرل؛ هغه کسان چې د لوړ مالي هوښ څښتنان دي، د خپلو مالي برخو لپاره جامع عملیاتي طرحې لري او د عملي کولو لپاره یې ورځني پروګرامونه په پام کې نیولي وي. خپل لس سلنه عواید سپموي؛ لومړنۍ هڅه یې دا وي چې لږ تر لږه خپل لس سلنه عواید سپما کړي. دوی په دې پیسو یا پانګونه کوي او یا یې په مناسب وخت کې پر يو اړين کار لګوي. پورونه خپلې وروستۍ کچې ته را ټیټوي؛ هغه کسان چې له لوړ مالي هوښ څخه برخمن دي، پوهېږي چې قرض ډېر دروند بار دی او په راتلونکې کې یې د پانګې پر کچه بده اغېزه کوي. دوی په دې هڅه کې وي چې خپل پورونه وروستۍ کچې ته را ټیټ کړي. له دې سره سره که قرض کولو ته هم اړ شي، داسې ګام پورته کوي چې په ګټه یې تمام شي او د پور خلاصولو سره سره یې ګټه هم کړې وي، نه داسې چې پور کړې پیسې په خپله خېټه واچوي.