د دې لپاره چې د پیسو په مدیریت کې بریالي شي، د هغو کسانو عادتونه، کړنې او ځانګړنې خپلوي او په اړه یې څېړنه کوي چې له هغوی وړاندې یې پر دغه لار قدمونه اېښي دي. همدا لامل دی چې کوچني مالي مدیران له لویو هغو سره ملګرتیا کوي او غواړي د ځان لپاره یې مخبېلګه وګرځوي. تل د نویو مالي ستراتېژیو د زده کړې په لټه کې وي. هڅه یې دا وي چې په دې برخه کې نوي شیان زده کړي او له ټولو نویو اقتصادي خبرونو ځان خبروي. بریالي مدیران د ژوند له هرې ګړۍ څخه د زده کړو لپاره ګټه اخلي. که پام ورته وکړی، په موټر کې د راډیو له لارې اقتصادي خپرونې اوري، د اقتصاد او پیسو لاسته راوړلو په اړه کتابونه لولي، په ورځپاڼو کې یوازې په اقتصادي خبرونو پسې ګرځي او په ټوله کې د پیسو لاسته راوړل او لارې چارې یې ورته په یوه عادت بدل شوې وي.