په کابل کې د بریتانیا سفارت ویلي چې هېواد به یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره ۷۰ میلیون پونډه مرسته وکړي. یاد سفارت ویلي، بریتانیا د دغې مرستې ژمنه په بروکسل کې د راتلونکي کال لپاره د افغان ځواکونو د ملاتړ په غونډه کې کړې ده. بریتانیا ویلي، دوی به د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ سربېره له دغو ځواکونو سره خپلو تخنیکي او تخصصي مرستو ته هم دوام ورکړي. د بریتانیا سفارت د معلوماتو له مخې، د دې مرستې موخه د تلپاتې سولې او ثبات پر مسیر د افغانستان برابرول دي. بریتانیا دغه راز په هلمند او غور ولایتونو کې د طالبانو وروستي بریدونه هم غندلي او د جګړې له دواړو لوریو یې د اوربند غوښتنه کړې ده.



































