د بریالي خاوند د بریا راز د ځيرکې مېرمنې درلودل دي. خاوند او مېرمن په مالي مسایلو کې د یو او بل د بازو په څېر دي. ډېری مالي ستونزې د ناڅاپي او هغه څه د پېرلو له کبله رامنځ ته کېږي، چې له وړاندې یې په اړه بحث او خبرې نه وي شوې. پیسې زموږ له احساساتو سره تړلې دي. کېدای شي تاسو هم یو وخت د دې لپاره پیسې مصرف کړې وي، څو د یو چا زړه ته لار ومومی او یا هم ور سره سیالي وکړی، بې له دې چې پایلو ته مو یې پام کړی وي. ارواپوهانو هغه لارې چارې په ګوته کړې، چې په مرسته یې خاوند او مېرمن د نړۍ د نورو جوړو په پرتله د پیسو د ښه مدیریت له کبله ښه او خوښ ژوند لرلی شي. بریالۍ جوړې تر ډېره په خپلو کې په دې اړه مشورې کوي، چې کوم څه د دوی لپاره ډېر اړین دي چې ویې پېري. د هر څه لپاره ځانګړی پروګرام جوړوي او په داسې ډول مخ ته ځي چې د ناڅاپي ستونزو له پیدا کېدو څخه په اسانۍ ځان وژغوري.