د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې یا (USAID) مشر په دوحه کې له طالب پلاوي سره کتلي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې آدم بولر په دوحه کې د سیاسي دفتر له مرستیال شیر عباس ستانکزي سره په افغانستان کې پر پانګونې او اقتصادي پراختیا خبرې کړې دي. د ډاکټر نعیم په وینا دواړو لورو په افغانستان کې دې د سولې پر راتګ ټینګار کړی دی او په وینا یې افغانستان هغه مهال د پانګونو او اقتصادي فعالیتونو لپاره مناسب دی چې له دایمي ثبات برخمن وي. د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې مشر ویلي چې افغانستان د پانګونو د جذب لپاره غوره فرصتونه لري نو طالبانو ته په کار ده چې جګړه او تاوتریخوالی کم کړي. طالبانو هم په دې لیدنه کې ژمنه کړې چې دوی په افغانستان کې د پانګونې او سترو پروژو د عملي کولو لپاره فرصت برابروي. طالبان او امریکا داسې مهال پر اقتصادي مسایلو خبرې کوي چې په افغانستان کې روانې خونړۍ جګړې د افغانانو ژوند تریخ کړی دی.



































