دا دوه ورځنۍ مانورې دوشنبه پیل شوې او نن به هم روانې وي چې د اسمانونو ساتونکی نوم ورکړل شوی دی. امریکا د دوشنبې په ورځ پر ایران نوي بندیزونه ولګول چې په نړۍ کې بې ساري بلل کېږي. دا بندیزونه د تېلو صادرات، ټرانسپورټ، بانکونه او د ایران د اقتصاد ټولې مهمې برخې اغېزمنوي. د ایران رسنۍ وايي په دغو مانورو کې حایل فضايي دفاعي سیستم هم ازمویل شوی او زیاتوي چې دا سیستم به ډېر ژر نصب او د کارولو وړ شي. د ایران د وسله والو ځواکونو یوه قومندان ادعا کړې، چې په دې مانورونو کې یې په دغه دفاعي سیستم یوه ډرون الوتکه وغورځوله.