په کابل کې د فرانسې سفارت ویلي چې جنګ ځپلي افغانان لا هم د جګړې په اور کې سوځي او ښکېلو لوریو ځانګړې توګه طالبانو ته په کار ده چې د تاوتریخوالي په کمولو سره د سولې پروسې بریا تضمین کړي. یاد سفارت پر خپل ټویټر لیکلي، په داسې حال کې چې د جګړې تر ټولو ډېر زیان ملکي وګړو ته رسېږي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د منلو نه دی. فرانسې په تخار کې پرونۍ پېښه چې په پایله کې یې لسګونه سرتېري ووژل شول غندلې او پر طالبانو یې غږ کړی دی چې هر څه ژر باید روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. د یادونې ده چې طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او دې چارې د سولې لپاره پیدا شوې هیلې مړاوې کړې دي.





























