رومي بانجان له ګټورو خوړو څخه دي چې په ورځني ډول یې مناسبه اندازه کارول انسان له مختلفو عادي او حتی د سرطان په څېر له وژونکو ناروغیو څخه خوندي ساتي. اوس څېړونکو موندلې چې د رومي بانجان بې مالګې جوس د وینې غوړ (مضر کلسټرول) او د وینې لوړ فشار کچه ټیټوي او په دې ډول د زړه له ناروغیو څخه مو خوندي ساتي. دغه څېړنه په فوډ ساینس او نیوټرېشن څېړنیزې مجلې کې خپره شوې ده. په دې څېړنه کې چې د توکیو مېډېکل او ډېنټل پوهنتون له لوري جاپان کې ترسره شوې، تقریباً ۵۰۰ تنو چې ۲۹۷ تنه يي مېرمنې او ۱۸۴ تنه يي نارینه وو، ګډون کړی و. له پایلو څرګنده شوه چې په ۹۴ تنه ګډون کوونکو کې د دغه جوس له څښلو وروسته د وینې لوړ فشار کې د پام وړ ټیټوالی ولیدل شو. د رومي بانجان له بې مالګې جوس کارولو څخه وروسته د دغو کسانو لوړ فشار په اوسط ډول له ۱۴۱٫۲ څخه ۱۳۷ ته او ټیټ فشار يي له ۸۳٫۳ څخه ۸۰٫۹۰ ته ټیټه شوه. په ورته ډول ۱۵۵ تنه ګډون کوونکو کې د وینې مضر کلسټرول هم له ۱۵۵ څخه ۱۴٫۹ ته ټیټه شوه.