لینوو کمپنۍ تېر کال د مې په میاشت کې د قاتېدونکې مخپاڼې لرونکي لپټاپ ازمېښتي بڼه وړاندې کړه او سږکال د جنوري په میاشت کې يې د لاس وېګاس په سي اي اېس غونډه کې اعلان وکړ، چې دغه لپټاپ به د ۲۰۲۰ کال په نیمايي کې خرڅلاو ته وړاندې شي؛ خو د کرونا وایرس نړیوالې وبا له امله د دغه لپټاپ خرڅلاو وځنډول شو او اوس لېنوو کمپنۍ اعلان وکړ چې کاروونکي دغه لپټاپ د پرې اډر له لارې پېرېدلی شي. د لېنوو کمپنۍ دغه قاتېدونکې مخپاڼه لرونکی لپټاپ تېنک پډ اېکس۱ فولډ (ThinkPad X1 Fold) نومول شوی دی. دغه لپټاپ ۱۳٫۳ انچه قاتېدونکې مخپاڼه لري چې تر قاتېدو وروسته په دوه ۹٫۶ انچه مخپاڼو بدلېږي. تر قاتېدو وروسته اېکس۱ فولډ په یو ټبلېټ بدلېږي، چې کاروونکي په کې خپل مختلف کارونه او فعالیتونه تر سره کولی شي. د دغه لپټاپ بیه ۲۴۹۹ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.