له طبي بوټو څخه ترلاسه کېدونکي مسالې او خواړه بې شمېره روغتیايي ګټې لري او که له نورو ګټورو سبزیجاتو سره یو ځای وکارول شي، نو د سرطان مخه نیولی شي. لومړی، شبت د مونوترپین نومې مرکب لرلو له امله تیز خوند او ډیرې روغتیايي ګټې لري. دویم، هوږه ارجینین، سلفر، سلینیم او د فلونایډ مختلف ډولونه لري. د هوږې ګټور مرکبات له الیسین څخه رامنځته کېږي کوم چې د هوږې له میده کولو څخه وروسته رامنځته کېږي. هوږه د باکتریا ضد ځانګړنه لري او په فعاله توګه په بدن کې د سرطان لامل کېدونکو موادو او حجراتو د رامنځته کېدو مخه نیسي. درېیم،د نعنا پاڼې داسې فیتوکېمېکلز لري چې سرطاني تومورونو ته د وینې جریان پرې کوي او له منځه يي وړي. څلورم هم کورکمن، د کورکومین په نوم ګټور مواد لري. کورکومین یو پیاوړی انټي اکسېډنټ دی چې د ازادو رادیکالونو پر وړاندې مبارزه کوي او د سرطاني حجراتو د ودې مخه نیسي. مختلفو څېړنو ثابته کړې چې کورکومین روغ حجراتو ته له زیان رسولو پرته سرطاني حجرات وژني.