ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله له بېځایه شوو کسانو سره بشري مرستې کوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي په هلمند کې زرګونه کسان د وروستیو جګړو له امله بېځایه شوي خو دوی له نږدې لس زره کسانو سره بشري مرستې کوي. ملګرو ملتونو ویلي چې مرستندویه هېوادونو ورسره د لا ډېرو همکاریو ژمنه کړې ده او ټاکل شوې چې له نورو زیانمنو شوو او بېځایه شوو کورنیو سره هم ددوی مرستې ادامه وکړي. د اوچا په راپور کې راځي چې په لومړي سر کې په لښکرګاه کې ۹۶۰۰ بېځایه شوو کسانو ته بشري مرستې کوي. تر دې وړاندې رسنیو ویلي وو چې په لښکرګاه کې د جګړو له امله تر ۴۰ زره پورې کسان بېځایه شوي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.



































