په یمن کې مرستندویو ډلو ویلي چې د دغه هېواد د بندري ښار حدیدې په جنوبي لمنو کې زرګونه ملکي وګړي بند پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سعوي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو چې د حوثي یاغیانو پر ضد جګړه مخ ته وړي، د جګړو لمن د حدیدې ښار ته غځولې ده.
د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې وروستۍ څلور ورځې د ولسي وګړو لپاره ډېرې سختې ورځې وې.
د دې شورا په وینا، هوایي بریدونه زیات شوي چې خلک یې ډېر وارخطا کړي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې هم په سیمه کې د ماشومانو د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د راپورونو له مخې، ائتلافي ځواکونو په وروستیو څو ورځو کې زرګونه ځواکونه د حدیدې پر مرکز د حملې لپاره ځای پر ځای کړي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، که پر حدیدې ښار چې په سلو کې اتیا خوراکي او د اړتیا وړ نور مواد ورڅخه یمن ته واردېږي حمله وشي، نو د دغه هېواد زیات شمېر وګړي به د لوږې له جدي ګواښ سره مخ شي.