د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، په ډاډ سره ویلی شي چې پر ایران د امریکا نوي بندیزونه به ډېر اغېزمن وي. نوموړي ویلي، دغه بندیزونه به د ایران پر حکومت چې د ده په وینا، په اوس وخت کې په منځني ختیځ کې د یوه بې ثباته کوونکي ځواک په توګه عمل کوي، اغېزمن وي. نوموړي ویلي: «دا هغه څه دي چې ټوله نړۍ باید پوه شي، اروپایي شرکتونو له مخکې خپلې پرېکړې کړي، هغوی پرېکړه کړې چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره سوداګري ونه کړي. موږ ډېر ډاډه یو چې دغه بندیزونه به د ایران پر رژیم ښه اغېز وکړي.»
پامپیو دغه څرګندونې د امریکا د خزانې له وزیر سټیفن منوچین سره په واشنګټن کې یوه ګډ خبري کنفرانس ته کړې دي.
دغه د امریکا د خزانې وزیر سټيفن منوچین هم ویلي چې د ایران مشران باید په سیمه کې د ترورېزم له ملاتړه او ورانوونکو فعالیتونو سمدستي لاس واخلي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که د ایران رژیم بې ثباته کوونکی چلند بدل نه کړي، له مخ په زیاتېدونکې مالي انزوا سره به مخامخ شي.
منوچین ویلي: «له ۳۰۰ زیات هدفونه په دغو نویو بندیزونو کې په نښه شوي، پر دې سربېره، موږ سلګونه افراد او شرکتونه چې په تېر کې د ګډ عمل او جامع پلان پر اساس له بندیزونو معاف شوي وو، بېرته د بندیزونو په فهرست کې شاملوو، دغه قوي بندیزونه مستقیماً د ایران د بانکدارۍ، انرژۍ او ټرانسپورت سکټورونه په نښه کوي.»
د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک ویلي، کله چې متحده ایالتونه په مې میاشت کې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ ز کال له اټومي تړونه ووت، دغه هېواد د تېلو له درکه شاوخوا دوه ميلیارده ډالر عواید له لاسه ورکړي دي.
بلخوا د اسرائیلو لومړي وزیر بېنیامین نتانیاهو پر ایران د امریکا د بندیزونو بیا لګول یو تاریخي اقدام بللی دی، خو د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا دغه اقدام یوه اقتصادي جګړه بللې، داسې جګړه چې د ده په وینا، ایران کولای شي چې پر وړاندې یې ودرېږي.